د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د رجعت او بېرته راګرځېدو فکر د اهل بیت (ع) د مکتب د پیروانو له باورونو څخه دی، چې ډېرې ایماني او رفتاري لاسته راوړنې لري.
لومړۍ لاسته راوړنه: د عترت، په ځانګړې توګه د امام حسین (ع) د رجعت لیدتوګه دا ده چې دغه حضرت او د هغه ملګري په تاریخ کې نه دي دفن شوي، بلکې دا کاروان د اباعبدالله (ع) په مشرۍ خپلې لارې ته دوام ورکوي او په راتلونکي یوه وخت کې به راڅرګند شي.
دویمه معرفتي لاسته راوړنه: دا کاروان ژوندی او حاضر دی، نه مړی، هره شیبه او هر کال د نړۍ پاک باطن لرونکی په خپلې غېږې کې نیسي یعني له ځان سره ئې یو ځاي کوي. دا حقیقت د محرم او اربعین په مراسمو کې څرګندېږي، چې موږ د پاکو باطن لرونکو د امام حسین (ع) په لور د ګروهمنیدا یا عاشق کیدا شاهدان یوو چې محرم او اربعین ددغه حقیقت انځورونه دي.
دریمه لاسته راوړنه: د امام حسین (ع) د رجعت او قیام فکر دا دی چې د عترت د محبانو ټولنې ته هیله ورکوي او دوی له حسيني کاروان سره د یوځای کېدو په انتظار کې ساتي. دا انتظار د مذهبي ټولنې د فکر د اصلاح لامل کېږي، په لومړي سر کې د امام حسین (ع) او عاشورا په اړه، او بیا وروسته د مونږ د کړو وړو او چلندونو د اصلاح لامل کېږي. په بله معنا، هر څومره چې یو مؤمن د امام حسین (ع) د رجعت او پاڅون په اړه په خپل زړه کې ایمان پیاوړی کړي، په هماغه کچه د خپل چلند او عمل اصلاح ته هڅه کوي. هغه پوهېږي چې امام به یوه ورځ راځي، نو هڅه کوي د عترت د دښمنانو له کړو وړو څخه ځان لرې وساتي او د ارزښتونو پابند وي، څو شاید د رجعت او قیام پر مهال د امام په لښکر کې شامل شي.
https://iqna.ir/en/news/3493696